په کویټې کې د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د کلیزې جشن
د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د څلویښتمې کلیزې جشن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټې کې ترسره شو.
له کویټې زمونږ د خبریال د راپور له مخې په دغه دستورو کې د پاکستان زیات شمیر لوړ رتبه مسوولانو سیاسي مذهبي شخصیتونو سکالرانو او عالمانو برخه لرله.
د بلوچستان صوبې اعلی وزیر جمال کمال د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د څلویښتمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره وویل: د ایران ولس د مقاومت او دریدنې سره د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو د ټولو توطئو په وړاندې ولاړ دی.
د پاکستان د ملی پارلیمان د مشر مرستیال قاسم خان سوری هم وویل امام خمینی د اسلامي انقلاب په راوستلو سره ثابته کړه چې د ایران ولس یو بیداره او مقاوم ولس دی.
ده زیاته کړه : د ایران اسلامي انقلاب نن د نړۍ د مستضعفو ولسونو د مقاومت بیلګه ګڼل کیږي او د بیداره ولسونو لپاره الهام ورکوونکی دی.
د ایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ په یوولسمه نیټه د امام خمیني په مشرۍ کامیاب شوی و.