دپاکستان خلکو د محمد بن سلمان په سفر اعتراض وکړ
-
سعودي عربستان او ځينې نور عرب هیوادونه کوشش کوي خپلو یرغلیزو سیاستونو ته درسیدا لپاره پاکستان دیمن دجنګ په شمول دسیمې کړکیچونو ته ورګډ کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان په زرګونو خلکو نن د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په سفر اعتراض کښې د سیمې دمظلومو ملتونو پرضد د ال سعود تیریګر سیاستونه وغندل .
د پاکستان لمونځ ګزارو نن په راولپنډۍ ښار کښې د جمعې له لمانځه وروسته دیمن دخلکو پرضد د سعودی عرستان د ائتلاف د تیریو د زیاتولو په شمول په سیمه کښې د مظلومو ملتونو پرضد د عربستان دحملو د غندلو لپاره غونډه وکړه .
اعتراض کونکو د فلسطین د ملت پرضد له صهیونیسټ رژیم سره د سازباز په شمول په یمن او سوریې د تیری لپاره د عربستان د واکمنانانو په شمول د ځینو عربو مشرانو د ملګرتیا په غندلو سره د عربستان ، دامریکا او د صهیونیسټ رژیم د واکمنانانو پرضد شعارونه ورکړل .
اعتراض کونکو د پاکستان په کورنیو چارو کښې د عربو هیوادونو لاسوهنې دسیمې دهیوادونو په تیره بیا د نړۍ دمسلمانانو لپاره د مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب وبللې او ټینګار یې وکړ سعودی عربستان او ځینې نور عرب هیوادونه کوشش کوی خپلو یرغلیزو سیاستونو ته درسیدا لپاره پاکستان دیمن دجنګ په شمول دسیمې کړکیچونو ته ورګډ کړی او له دغه چارې ګټه پورته کړی.