پاکستان ته د سعودی عربستان د ولیعهد سفر وځنډید
-
دسعودي عربستان دټرافیک پولیس چارواکي به په اسلام اباد کښې د محمد بن سلمان د سفر په وخت ماموریت ترسره کړي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل چې اسلام اباد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سفر چې نن ترسره کیدونکی وو یوه (۱)ورځ ځنډول شوی او دغه سفر به سبا ترسره شی .
دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت د محمد بن سلمان د سفر ځنډیدا علت نه دی بیان کړی .
دغه راز د سعودی عربستان او د پاکستان د سوداګرانو په راتلونکی کانفرنس کښې ګډون کونکو ته اعلانیه خپره شوی ده چې د ځینو دلایلو په خاطر دغه کانفرنس ځنډول شوی دی .
ددغه کانفرنس د ترسره کیدا نوی نیټه به زر اعلان شی .
د سعودی عربستان دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان به چې لاسونه یې د یمن ، دسوریې د عراق او دنورو ډیرو اسلامی هیوادونو دبې ګناه خلکو په وینو ککړ دی په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې دغه مقام ته له رسیدا وروسته سبا پاکستان ته لومړی سفر وکړی .
پاکستان ته د عربستان د ولیعهد دسفر هدف په بیلابیلو برخو کښې له اسلام اباد سره د څو میلیارډه ډالرو د موافقو لاسلیک کول دی .
ویل کیږی چې دسعودی عربستان دټرافیک پولیس چارواکی به په اسلام اباد کښې د محمد بن سلمان د سفر په وخت ماموریت ترسره کړی .