پاکستان د هند سفیر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80358-پاکستان_د_هند_سفیر_احضار_کړ
زمونږخبریال وایی د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام اباد کښې د هندوستان قائمقام سفیر ګورو اهلو والیا( Gaurav Ahluwalia) احضار کړ چې په کشمیر کښې په حکومتی عسکرو له حملې وروسته د پاکستان پرضد د بې بنیاده تورونو دلګولو په هکله اعتراض ورته وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2019 03:08 Asia/Kabul
  • هندوستان تل وايي چې پاکستان په کشمیر کښې له ټولو وسله والو ډلو سره پوځي او مالي مرستې کوي .
    هندوستان تل وايي چې پاکستان په کشمیر کښې له ټولو وسله والو ډلو سره پوځي او مالي مرستې کوي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام اباد کښې د هندوستان قائمقام سفیر ګورو اهلو والیا( Gaurav Ahluwalia) احضار کړ چې په کشمیر کښې په حکومتی عسکرو له حملې وروسته د پاکستان پرضد د بې بنیاده تورونو دلګولو په هکله اعتراض ورته وکړی .

هند هم  د پاکستان سفیر احضار کړی او دنوی ډیلی سخت اعتراض یې ورته اعلان کړی .

د هندوستان خارجه وزیر ارجون جیټلې(Arun Jaitley)  وړمه ورځ ویلی وو داسې پاخه ثبوتونه شته چې پاکستان د هند تر کنټرول لاندې دکشمیر په پلوامه سیمه کښې په سرحدی پولیسو حملې کښې لاس لری چې له کبله یې څلورڅلویښت(۴۴) سرحدی پولیس وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی وو .

هندوستان تل وایی چې پاکستان په کشمیر کښې له ټولو وسله والو ډلو سره پوځی او مالی مرستې کوی .