د ایران او پاکستان په تجارتي اړیکو تاکید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80361-د_ایران_او_پاکستان_په_تجارتي_اړیکو_تاکید
 په پاکستان کې د ایران سفیر د ایران او پاکستان د ګاونډیو صوبو ترمینځ د سرحدي تعاملاتو او تجارت د زیاتولو او په دې لاره کې د موجودو خنډونو د ختمولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2019 08:56 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان په تجارتي اړیکو تاکید

 په پاکستان کې د ایران سفیر د ایران او پاکستان د ګاونډیو صوبو ترمینځ د سرحدي تعاملاتو او تجارت د زیاتولو او په دې لاره کې د موجودو خنډونو د ختمولو غوښتنه وکړه.

 

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې مهدي هنر دوست  په کویټې کې د بلوچستان له صوبایي مشر میر عبدالقدوس بزنجو سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

د بلوچستان د صوبايي جرګې مشر هم  د پاکستان او ایران تر مینځ د ملګرتیا د پریمانه ظرفیتونو په شتون په تاکید سره  وویل: پاکستان باید د ایران له تجارت او توانمنیو ګټه پورته کړي.

عبدالقدوس بزنجو د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا په تیره بیا د پاکستان د بلوچستان صوبې  او د ایران د سیستان او بلوچستان  ولایت له  ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ.

سفیر ایران در پاکستان تقویت ظرفیت های تجاری به ویژه تعاملات مرزی و همکاری ها بین استان های همجوار دو کشور و رفع موانع موجود در این زمینه را خواستار شد.

 د دغه راپور له مخې د ایران سفیر او د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ مشر، د ځمکني او هوایي ټرانسپورټ، د ریل ګاډي د اسانتیاوو،  مسافري  آسانتیاوو او د تجارتي سرحدي کمیټې د مصوباتو د تعقیب په شان موضوګانو په هکله  هم خبرې اترې وکړې.