په تهران کې دپاکستان سفیر د ایران خارجه وزارت ته وبلل شو
د ایران دخارجه وزارت دلویدیځی آسیا دچاروعمومی مدیر همداراز دپاکستان پر حکومت غږ کړی،په سیستان او بلوچستان ولایت کې دې د ترهه ګرو جنایتونو دعواملو دپیژندنې او نیونې لپاره چټک اولازم اقدامات وکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د لویدیځی آسیا دچارو عمومی مدیر نن په تهران کې د پاکستان له سفیرې میرمن رفعت مسعود سره په کتنې کې دپاکستان له خاورې د ترهه ګرو اقداماتو زیاتیدا ته په اشارې سره دایران داسلامی جمهوریت سخت اعتراض هغې ته ورساوۀ.
هغه ټینګار کړی ، تهران د پاکستان له حکومت اوپوځه تمه لری ، له ایران سره د دغه هیواد په پوله ایزو سیمو کې د فعالو ترهه ګرو ډلګیو د مرکزونو ، خوځښتونو او دیره کیدا په ضد په لازم جدیّت او پریکندوالی سره چلند وکړی او اجازت دې ورنکړی ، دغه ترهه ګرې ډلګۍ پخپلو غیر انسانی اقداماتو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ دبې باؤرۍ او بد دبینۍ او ناکرارۍ د زیاتیدا لاملونه برابر کړی .
د ایران دخارجه وزارت دلویدیځی آسیا دچاروعمومی مدیر همداراز دپاکستان پر حکومت غږ کړی،په سیستان او بلوچستان ولایت کې دې د ترهه ګرو جنایتونو دعواملو دپیژندنې او نیونې لپاره چټک اولازم اقدامات وکړی .
په تهران کې دپاکستان سفیرې میرمن رفعت مسعود هم وئیلی دی ، دایران د اعتراض موضوع به خپل حکومت ته منتقل کړی .