ملګری ملتونه دې سملاسی دپاکستان هندتر مینځ دشخړې حل ولټوي
دپاکستان ډیری شناندی او کارپوهان وائی په داسې حال کې چې دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان دپاکستان په دوه ورځنی سفرتللی ؤ او ټاکل شوې ده نن یا سبا هندوستان ته هم په سفر لاړشی،دغه عرب ولی عهد دکشمیری مسلمانانو د درد اوکړاؤ په باب خپل هیڅ نظر نه د ی څرګند کړی،حال دا چې سعودی عربستان که دکشمیر په موضوع کې وارد شی،نو ښائی دغه په ښه ډول حل کولی شی .
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان خارجه وزیرشاه محمودقریشی د ملګروملتوسرمنشی آنتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې په پاکستان د هندوستان په تور لګونې د اندیښنې په څرګندولو سره دغې موضوع ته د ملګروملتو دسملاسی توجه غوښتنه کړې .
دپاکستان خارجه وزیر په خپل لیک کې روښانه کړې ، نوی ډیلی ، له هرډول څیړنو او ارزونو مخکې ،اسلام اباد په نیواکی کشمیر کې په ترهه ګرې حملې کې په لاس درلودلو تورن کړی دی .
شاه محمود قریشی روښانه کړې هندی حکومت له دغو تور لګونو په داخلی چارو کې په تیره بیا راتلونکو انتخاباتو کې دناسمې استفادې نیّت لری .
تیره اونۍ په نیواکی کشمیر کې دهندی پوځیانو پر یوه ګاډی په حملې کې ۴۴هندی عسکر وژل شوی دی .هندوستان په دغې ترهه ګرې حملې کې په لاس درلودلو دپاکستان په تورنولو سره وئیلی دی،مونږ په نیواکی کشمیر کې دپوځی عملیاتو دترسره کولو لپاره خپل لاسونه پرانیستی ګڼو .