ایران د پاکستان په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80422-ایران_د_پاکستان_په_بهرنی_سیاست_کې_مهم_ځای_لری
دپاکستان خارجه وزیرپه دې خبرې په ټینګارسره چې دپاکستان او عربستان اړیکې د اسلام اباد او تهران داړیکو دخړپړیداپه معنا نه دی ، ووئیل، عربستان ښه پوهیږی،چې له ایران سره دګاونډیتوب اوجغرافیائی ضرورتونو ته په پام سره له تهران سره د پیاوړو اړیکو دساتنې غوښتونکی یوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2019 10:54 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری

دپاکستان خارجه وزیرپه دې خبرې په ټینګارسره چې دپاکستان او عربستان اړیکې د اسلام اباد او تهران داړیکو دخړپړیداپه معنا نه دی ، ووئیل، عربستان ښه پوهیږی،چې له ایران سره دګاونډیتوب اوجغرافیائی ضرورتونو ته په پام سره له تهران سره د پیاوړو اړیکو دساتنې غوښتونکی یوو .

زمونږخبریال  راپورراکړ د پاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشی  نن په یولړ څرګندونو کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  ایران د پاکستان په بهرنی سیاست کې  مهم ځای لری ، روښانه کړې ،  مونږ  له ایران سره د پیاوړو او ښو اړیکو  ددوام غوښتونکی یوو  او له دغه هیواد سره  به له ترهه ګرۍ دمبارزې لپاره لازیاته ملګرتیاوکړو .

  دپاکستان خارجه وزیرپه دې خبرې په ټینګارسره چې دپاکستان او عربستان اړیکې د اسلام اباد او تهران داړیکو دخړپړیداپه معنا نه دی ، ووئیل، عربستان ښه پوهیږی،چې له ایران سره دګاونډیتوب اوجغرافیائی ضرورتونو ته په پام سره  له تهران سره  د پیاوړو اړیکو  دساتنې غوښتونکی یوو .

داپه داسې حال کې دی چې  دپاکستان  خارجه وزیر  په اسلام اباد کې د عربستان له خارجه وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې هم  وئیلی وو ، پاکستان  له ایران سره  دښه ګاونډیتوب او سټراټژیک موقعیت ته په پام سره  ښې او پیاوړی اړیکې غواړی .