ایران د پاکستان په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری
دپاکستان خارجه وزیرپه دې خبرې په ټینګارسره چې دپاکستان او عربستان اړیکې د اسلام اباد او تهران داړیکو دخړپړیداپه معنا نه دی ، ووئیل، عربستان ښه پوهیږی،چې له ایران سره دګاونډیتوب اوجغرافیائی ضرورتونو ته په پام سره له تهران سره د پیاوړو اړیکو دساتنې غوښتونکی یوو .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی نن په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې ایران د پاکستان په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری ، روښانه کړې ، مونږ له ایران سره د پیاوړو او ښو اړیکو ددوام غوښتونکی یوو او له دغه هیواد سره به له ترهه ګرۍ دمبارزې لپاره لازیاته ملګرتیاوکړو .
دپاکستان خارجه وزیرپه دې خبرې په ټینګارسره چې دپاکستان او عربستان اړیکې د اسلام اباد او تهران داړیکو دخړپړیداپه معنا نه دی ، ووئیل، عربستان ښه پوهیږی،چې له ایران سره دګاونډیتوب اوجغرافیائی ضرورتونو ته په پام سره له تهران سره د پیاوړو اړیکو دساتنې غوښتونکی یوو .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان خارجه وزیر په اسلام اباد کې د عربستان له خارجه وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې هم وئیلی وو ، پاکستان له ایران سره دښه ګاونډیتوب او سټراټژیک موقعیت ته په پام سره ښې او پیاوړی اړیکې غواړی .