پاکستان به د کشمیر دبرید په هکله اقدام وکړی
Feb 20, 2019 02:31 Asia/Kabul
-
پاکستان به هرډول تیري ته ځواب ورکړي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په یوه(۱) ویډیویی پیغام کښې پرون وویل که چیرې هندوستان د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د تیرې اونۍ د ځان وژونکی حملې په ارتباط چې د هند څلورڅلویښت (۴۴)سرحدی عسکر پکښې وژل شوی وو کوم پاخه ثبوتونه ورکړی نو اسلام اباد به اقدام ترسره کړی .
د پاکستان لومړی وزیر د کشمیر دموضوع په هکله د ملګرتیا او د خبرو اترو دیوه بل چانس په وړاندیز سره هندوستان ته د هرډول تیری په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل پاکستان به هرډول تیری ته ځواب ورکړی .
عمران خان وویل زه غواړم چې په کشمیر کښې برید ته په سمه لاره ځواب ورکړو ځکه چې نوی ډیلی پاکستان په دغه حملې کښې په لاس لرلو تورنوی .