پاکستان به د کشمیر دبرید په هکله اقدام وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80440-پاکستان_به_د_کشمیر_دبرید_په_هکله_اقدام_وکړی
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په یوه(۱) ویډیویی پیغام کښې پرون وویل که چیرې هندوستان د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د تیرې اونۍ د ځان وژونکی حملې په ارتباط چې د هند څلورڅلویښت (۴۴)سرحدی عسکر پکښې وژل شوی وو کوم پاخه ثبوتونه ورکړی نو اسلام اباد به اقدام ترسره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2019 02:31 Asia/Kabul
  • پاکستان به هرډول تیري ته ځواب ورکړي .
    پاکستان به هرډول تیري ته ځواب ورکړي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په یوه(۱) ویډیویی پیغام کښې پرون وویل که چیرې هندوستان د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د تیرې اونۍ د ځان وژونکی حملې په ارتباط چې د هند څلورڅلویښت (۴۴)سرحدی عسکر پکښې وژل شوی وو کوم پاخه ثبوتونه ورکړی نو اسلام اباد به اقدام ترسره کړی .

د پاکستان لومړی وزیر د کشمیر دموضوع په هکله د ملګرتیا او د خبرو اترو دیوه بل چانس په وړاندیز سره هندوستان ته د هرډول تیری په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل  پاکستان به هرډول تیری ته ځواب ورکړی .

عمران خان وویل زه غواړم چې په کشمیر کښې برید ته په سمه لاره ځواب ورکړو ځکه چې نوی ډیلی پاکستان په دغه حملې کښې په لاس لرلو تورنوی .