دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ مهمه غونډه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80490-دپاکستان_د_ملی_امنیت_کمیټۍ_مهمه_غونډه_وشوه
زمونږخبریال وایی پرون د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په مشرۍ د ملی امنیت د کمیټۍ مهمه غونډه وشوه چې د هند ترکټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کښې په حکومتی عسکرو له حملې وروسته د جیوستراتیژیک او دملی امنیت دچاپیریال په هکله خبرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2019 02:34 Asia/Kabul
  • اسلام اباد به د هغو کسانو پرضد چې زمونږ خاوره د ترهګرۍ لپاره کاروي اقدام ترسره کړي .
    اسلام اباد به د هغو کسانو پرضد چې زمونږ خاوره د ترهګرۍ لپاره کاروي اقدام ترسره کړي .

زمونږخبریال وایی پرون د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په مشرۍ د ملی امنیت د کمیټۍ مهمه غونډه وشوه چې د هند ترکټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کښې په حکومتی عسکرو له حملې وروسته د جیوستراتیژیک او دملی امنیت دچاپیریال په هکله خبرې وکړی .

ددغه غونډې نتیجه  په پاکستان کښې د ترهګرۍ ضد د عملیاتو د چټک کولو د حکم ورکول وو چې د حکومت واکمنۍ ټینګه کړی او د حافظ سعید تر مشرۍ لاندې د جماعت الدعوه ډلې او دهغې په خیریه موسسې فلاح انسانیت باندې له سره بندیز ولګول شي .

دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ په دغه غونډې کښې وویل چې دغه هیواد د هند تر کنټرول د کشمیر په پلوامه سیمه کښې په حملې کښې لاس نلری .

دغه کمیټۍ وویل چې پاکستان د پلوامه د حملې په هکله د پلټنې لپاره له اخلاص څخه ډک وړاندیزونه کړی  او چمتو دی چې له نوی ډیلی سره  د ترهګرۍ او دنورو د شخړې وړ موضوګانو په هکله خبرې اترې وکړی .

دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ وویل مونږ هیله لرو چې هند د پاکستان وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایی .

دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ زیاته کړه اسلام اباد به د هغو کسانو پرضد چې زمونږ خاوره د ترهګرۍ لپاره کاروی اقدام ترسره کړی .

هندوستان ویلی دی چې پاکستان د کشمیر په پلوامه سیمه کښې په سرحدی ځواکونو حملې کښې چې ۴۴ کسان پکښې وژل شوی او ګڼ شمیر نور ژوبل شوی وو لاس لری .

هند تل په پاکستان تور لګوی چې اسلام اباد په کشمیر کښې له  بیلتون غواړو ډلو سره وسله والې ، پوځی اومالی مرستې کوی .