پاکستان به هندوستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی
-
پاکستان یو سوله غواړی هیواد دی او له هیڅ چا به ونه ویریږي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا پرون د کشمیر کنټرول کرښې ته په ورتلو سره هندوستان ته دهر ډول ماجرا غوښتنې په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل د پاکستان پوځیان به هرډول بلا غوښتنې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
د پاکستان دپوځ مشر باجوا د کشمیر کنټرول کرښې ته ورغی چې دخپل هیواد د عسکرو د چمتووالی او د انګیزې په هکله غور وکړی .
داپه داسې حال کښې دی چې د پاکستان دملی امنیت کمیټۍ په تیرې پنجشنبې ورځ حکومتی عسکرو ته اجازه ورکړه چې په ټول قوت سره د هندوستان تیری ته ځواب ورکړی .
ځینې راپورونه وایی چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر سیمې حمله کولای شی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کشمیر په کنټرول کرښې کښې په« چیری کوټ» او «باګسر» سیکټرونو کښې دیره عسکرو ته په وینا کښې وویل پاکستان یو سوله غواړی هیواد دی او له هیڅ چا به ونه ویریږی .
دغه راز دپاکستان دپوځ ویاند جنرال اصف غفور هم وویل که چیرې هند د پاکستان پرضد تیری پیل کړی نو د پاکستان د عسکرو لخوا د ځواب د ترلاسه کولو په سویې به حیرانه شی .