راځئ په خبرواترو سره خپله شخړه حل کړو
دپاکستان لومړی وزیر هندی چارواکو ته په داسې حال کې چې نن سهار د پاکستان پوځ دهندوستان دوې جنګی الوتکې د فضائی حدودو دخلاف ورزۍ په وخت نسکورې کړی او دوه پیلوټان ئې ژوندی نیولی دی،یو ځل بیا په خطاب سره وئیلی دی،راشئ خپلې شخړې اومشکلات دخبرواترو له لارې حل کړو ،جنګ اوشخړې هیڅکله د مشکلاتو حل نشی کیدلی او باید یو ځل بیا درته ووایو چې مونږ جنګ نه غواړو ،خو د مونږ د سولې او ثبات غوښتل هیڅکله هم دمونږکمزوری نه ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څو شیبې مخکې د پاکستان دټیلیویژن له لارې خپل قوم ته په خطاب کې ووئیل دپاکستان ټاټوبی دامن اوسولې ټاټوبی دی او مونږ هیڅکله هم نه غواړو خپل ټاټوبی بې ثباته کړو.
راپور ښئ دپاکستان لومړی وزیر هندی چارواکو ته په داسې حال کې چې نن سهار د پاکستان پوځ دهندوستان دوې جنګی الوتکې د فضائی حدودو دخلاف ورزۍ په وخت نسکورې کړی او دوه پیلوټان ئې ژوندی نیولی دی ، یو ځل بیا په خطاب سره وئیلی دی ، راشئ خپلې شخړې اومشکلات دخبرواترو له لارې حل کړو ، جنګ اوشخړې هیڅکله د مشکلاتو حل نشی کیدلی او باید یو ځل بیا درته ووایو چې مونږ جنګ نه غواړو ،خو د مونږ د سولې او ثبات غوښتل هیڅکله هم دمونږ کمزوری نه ده . عمران خان په ډاګه کړې ، که جنګ جګړې سره مشکلات حل کیدلی نو دافغانستان مشکل به تر دې دمه حل شوی وائ ، خو هندی چارواکو ته یو ځل بیا بلنه ورکوم ، چې تاؤتریخوالی څخه لاس واخلئ او راشئ خپل مشکلات او ختلافات د خبرواترو له لارې حل کړو .