پاکستان ددوبۍ په غونډه کښې ګډون نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80653-پاکستان_ددوبۍ_په_غونډه_کښې_ګډون_نه_کوی
زمونږخبریال وایی پاکستان داسلامی ملګرتیا موسسې (Organization of Islamic Cooperation)غونډې ته د هندوستان د خارجه وزیرې سوشما سواراج د وربللو په خاطر د اعتراض په توګه په دغه غونډې کښې ګډون نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2019 11:11 Asia/Kabul
  • د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف پرون د هند او دپاکستان ترمینځ د  مینځګړیتوب وړاندیز کړی وو .
    د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف پرون د هند او دپاکستان ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز کړی وو .

زمونږخبریال وایی پاکستان داسلامی ملګرتیا موسسې (Organization of Islamic Cooperation)غونډې ته د هندوستان د خارجه وزیرې سوشما سواراج د وربللو په خاطر د اعتراض په توګه په دغه غونډې کښې ګډون نه کوی .

د  پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د پارلمان غونډې ته په وینا کښې وویل اسلام اباد به د اسلامی ملګرتیا موسسې په غونډې کښې ګډون ونکړی .

هغه وویل نن په ابوظهبۍ کښې د اسلامی ملګرتیا موسسې غونډه کیږی او هند پکښې ګډون کوی داپه داسې حال کښې ده چې هند ددغه موسسې  غړیتوب نلري او څارونکی غړی هم نه  دی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل متحده عربی اماراتو په مشکل وخت کښې له مونږ سره ملګرتیا کړی ده او مونږ له اماراتو غواړو چې د اسلامی ملګرتیا موسسې  کانفرنس ته د هندوستان دخارجه وزیر سوشما سواراج د وربللو په فیصلې کښې بیا کتنه وکړی .

د پاکستان خارجه وزیر وویل اسلام اباد  د روسیې په مینځګړیتوب سره له هندوستان سره خبرو اترو ته تیار دی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف پرون د هند او دپاکستان ترمینځ د  مینځګړیتوب وړاندیز کړی وو .

د ملګروملتونو سرمنشی هم د پاکستان او دهند ترمینځ د شخړې د ختمولو لپاره د مینځګړیتوب وړاندیز کړی دی .