له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ بيا شروع شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80679-له_پاکستانه_د_افغان_کډوالو_د_ستنېدو_لړۍ_بيا_شروع_شوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ‎ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ تر دریو مياشتو ځنډه وروسته بیا شروع شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2019 04:03 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ بيا شروع شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ‎ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ تر دریو مياشتو ځنډه وروسته بیا شروع شوه.

د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرې مېرمن مینکدیویلا وویل: « دا چې په خپله خوښه د افغان کډوالو ستېندنه د حل غوره لاره بلل شوې؛ نو په کار ده چې دا لړۍ ښه روښانه، خوندي او د عزت او ابرو له مخې ترسره شي.»

همدارنګه مېرمن مینکدیویلا وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري(یو-ان-اچ-سي-ار) د پاکستان حکومت نه مننه کوي چې د څلورو لسیزو راهیسې یې د افغان کډوالو کوربتوب کړی.

لدې وړاندې د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي وو چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې زيږېدلي دي او نه غواړي چې خپل هيواد ته ستانه شي، هغوی ته به د پاکستان تابعيت ورکړل شي.