د پاکستان د ریلوی وزیر تهران ته رازي
Mar 05, 2019 08:36 Asia/Kabul
د پاکستان د ریلوی وزیر د قزوین-رشت پټلۍ د پرانیستې په مراسمو کښې د ګډون په موخه نن تهران ته راروان دی.
د ایرنا د رپورټ له مخې ټاکل شوې چې شیخ رشید احمد به تهران ته په خپل درې ورځني سفر کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان ځانګړی پیغام د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ته ورسوي.
د پاکستان د ریلوی وزیر به په دې سفر کښې همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت له ځینو لوړرتبه چارواکو سره هم ملاقاتونه ولري.
د دې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په تیره بیا د ریلوی په برخه کښې د اسلام آباد او تهران د مشارکت پراخول اعلان شوي دي.
د ایران په شمال کښې د ۱۶۴ کیلومیټرو په پراختیا د قزوین-رشت ریل لاره سبا د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني په شتون سره کاراخیستنې ته سپارله کیږي.
ټیګونه