صهیونیسټي رژیم د پاکستان ستر دښمن دی
Mar 09, 2019 04:03 Asia/Kabul
په پارلیماني چارو کښې د پاکستان د حکومت صلاحکار وزیر صهیونیسټي رژیم د پاکستان د اولې درجې دښمن وباله.
علي محمد خان د پاکستان په سینیټ کښې په خپله وینا کښې وویل: صهیونیسټ رژیم د پاکستانیانو ستر دښمن دی او اسلام آباد به یې هیڅکله په رسمیت په ونه پيژني.
هغه زیاته کړه چې د عمران خان حکومت، په رسمیت د صهیونیسټي ريم د پیژندلو موضوع نه څیړي او د هغو کسانو خبره بیخي نه مني چې له دغه رژیم سره د پاکستان د اړیکو د ټینګولو خبره کوي.
د عمران خان د حکومتي کابینې دغه وزیر په علن حال کښې ټینګار وکړ چې د پاکستان ټول خلک له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د نه ټینګولو په لړ کښې یوه خوله دي.
ټیګونه