پاکستان له ایران سره په خپله ګډه پوله کلایه جوړوي
Mar 19, 2019 14:06 Asia/Kabul
په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ کوماندان له راتلونکي اونۍ په دغه صوبه کې له ایران سره په ګډه پوله کې د کلایې د جوړولو خبر ورکړ.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې عاصم سلیم باجوا نن په کویټې ښار کې وویل د پولو د امنیت ساتنه ضروري ده او تر اوسه د بلوچستان د سرحدونو درې سوه اویا کلومیټره سیمه کې کلایه وهل شوې او ټاکل شوې په دغه سیمه کې له ایران سره د پاکستان په پوله هم کلایه جوړه کړی شي.
له دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندویي آصف غفور ویلې وو چې دغه هیواد د ګډو پولو د امنیت د ټینګولو لپاره په ټولو سویو کې له اسلامي ایران سره ډیرې لوړې ملګرتیاوې لري.
د پاکستان او ایران تر مینځ سرحد نه سوه نه پنځوس کلومیټره دی چې دواړه هیوادونه له یو بله جدا کوي.
ټیګونه