پاکستان له ایران سره په خپله ګډه پوله کلایه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81008-پاکستان_له_ایران_سره_په_خپله_ګډه_پوله_کلایه_جوړوي
په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ کوماندان له راتلونکي اونۍ په دغه صوبه کې له ایران سره په ګډه پوله کې د کلایې د جوړولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2019 14:06 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره په خپله ګډه پوله کلایه جوړوي

په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ کوماندان له راتلونکي اونۍ په دغه صوبه کې له ایران سره په ګډه پوله کې د کلایې د جوړولو خبر ورکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې  عاصم سلیم باجوا نن په کویټې ښار کې وویل د پولو د امنیت ساتنه ضروري ده  او تر اوسه  د بلوچستان  د سرحدونو  درې سوه اویا کلومیټره  سیمه کې  کلایه وهل شوې او ټاکل شوې په دغه سیمه کې له ایران سره د پاکستان په پوله هم  کلایه جوړه کړی  شي.

له دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندویي آصف غفور  ویلې وو چې دغه هیواد  د ګډو پولو د امنیت د ټینګولو لپاره  په ټولو سویو کې  له اسلامي ایران سره  ډیرې لوړې ملګرتیاوې لري. 

 د پاکستان او ایران تر مینځ سرحد نه سوه نه پنځوس کلومیټره دی چې دواړه هیوادونه له یو بله جدا کوي.