دافغانستان په باب د عمران خان خبرې ناسمې تفسیرشوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81164-دافغانستان_په_باب_د_عمران_خان_خبرې_ناسمې_تفسیرشوی_دی
دپاکستان دخارجه وزارت په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی دی دپاکستان لومړی وزیر پخپلو څرګندونو کې د موقته حکومت ترنظر لاندې په افغانستان کې د عمومی انتخاباتو دترسره کیدا رودې ته اشاره کړې وه،خو دغه څرګندونو غلط مطلب اخستل شوی دی چې دافغانستان په داخلی چارو کې یو ډول لاسوهنې تفسیر شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 27, 2019 11:44 Asia/Kabul
  •   دافغانستان په باب د عمران خان خبرې ناسمې تفسیرشوی دی

دپاکستان دخارجه وزارت په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی دی دپاکستان لومړی وزیر پخپلو څرګندونو کې د موقته حکومت ترنظر لاندې په افغانستان کې د عمومی انتخاباتو دترسره کیدا رودې ته اشاره کړې وه،خو دغه څرګندونو غلط مطلب اخستل شوی دی چې دافغانستان په داخلی چارو کې یو ډول لاسوهنې تفسیر شوی دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان خارجه وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،په داسې حال کې چې پاکستان تل  په افغانستان کې ددغه هیواد د ولس په مشرۍ دسولې غوښتونکی دی،دافغانستان په باب دپاکستان دلومړی وزیرعمران خان وروستۍڅرګندونې غلطې تفسیر شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی،دعمران خان دافغانستان  په باب وروستۍخبرې دځینورسندویو په وسیله غلطې تفسیرشوی دی اوپه دې باب دغیرضروری  غبرګونونو لامل شوی دی .

 دپاکستان دخارجه وزارت په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی دی دپاکستان لومړی وزیرپخپلو څرګندونو کې د موقته حکومت ترنظر لاندې  په افغانستان کې دعمومی انتخاباتو دترسره کیدا رودې ته اشاره کړې وه،خو دغه څرګندونوغلط مطلب اخستل شوی دی چې دافغانستان په داخلی چارو کې یو ډول لاسوهنې تفسیر شوی دی .

 دپاکستان خارجه وزارت ټینګارکړی دی،دغه هیواد په افغانستان کې په هیڅ ډول ګټو پسې نه دی،له دې پرته چې د افغانستان دخلکوپه مشرۍ او دهغوی په غوښتنې په اساس دسولې دبهیر دپرمختګ غوښتونکی دی .

د ځینو خبری سرچینو په اساس،دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان  وړمه ورځ په اسلام اباد کې دخبریالانو په ټول کې دهغه څه په دلیل د افغانستان پرحکومت  په نیوکو سره چې له طالبانو ډ لې سره ئې دسولې په خبرواترو کې دبندون رامینځة کیدا بللې،په افغانستان کې ئې له دغه بندونه د وتلو لپاره دحل لارې په توګه د موقته حکومت دجوړیداخبره کړې ده .چې دغه څرګندونې   دافغان حکومت  له سخت غبرګون سره مخامخ شوی  او په لومړی ګام کې   په کابل کې  دپاکستان سفیر خارجه وزارت ته وربللی او په دوهم ګام کې ئې دمشورو لپاره له اسلام اباده هم خپل سفیر بیرته کابل ته ورغوښتی دی .