پاکستان دکشمیر دپیښې په باب هندوستان ته دڅیړنو نتیجې وسپارلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81192-پاکستان_دکشمیر_دپیښې_په_باب_هندوستان_ته_دڅیړنو_نتیجې_وسپارلې
د پاکستان لومړی وزیر دهندوستان له خوا د باؤری سندونو د وړاندې کولو په بڼه کې د لازمو څیړنو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ،چې هند هم دفرورۍپه اوه ویشتمه نیټه ځینی مدرکونه پاکستان ته سپارلی وو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 29, 2019 01:04 Asia/Kabul
  • پاکستان دکشمیر دپیښې په باب هندوستان ته  دڅیړنو نتیجې وسپارلې

د پاکستان لومړی وزیر دهندوستان له خوا د باؤری سندونو د وړاندې کولو په بڼه کې د لازمو څیړنو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ،چې هند هم دفرورۍپه اوه ویشتمه نیټه ځینی مدرکونه پاکستان ته سپارلی وو.

  زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ  دپاکستان حکومت   د هند ترکنټرول لاندې په پلوامه سیمې کې  پر هندی پوځیانو د حملې په باب خپل څیړنیز راپور   هندی حکومت ته وسپارۀ.

 راپور ښئ  دپاکستان  دخارجه وزارت په پرونۍاعلامی کې ټینګارشوی،اسلام اباد په مسئولیّت احساس کولو او له هندوستان سره دملګرتیاپه پیاوړی کولوسره،دغه څیړنې ترسره کړی دی،ځکه  دغه اقدام د سیمې  دامنیت او سولې په ګټه ګڼی .

  دفرورۍ په څوارلسمه نیټه دهند ترکنټرول لاندې کشمیر په پلوامه سیمې کې دهندی پوځیانو پر کاروان د جیش محمدترهه ګرې ډلې له حملې وروسته چې  ۴۴هندی پوځیان پکې وژل شوی وو،د پاکستان  لومړی وزیر دهندوستان له خوا د باؤری سندونو دوړاندې کولوپه بڼه کې  دلازمو څیړنو  لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ،چې هند هم  دفرورۍ په اوه ویشتمه نیټه  ځینی مدرکونه  پاکستان ته سپارلی وو.