دکراچۍ بندرعباس ترمینځ دمسافری کشتیو تګ راتګ پیلیږی
دپاکستان د سمندری چارو وزیر وئیلی دی،دسمندری چارو وزارت دامنیتی لارو چارو پشمول دلازمو مجوزونو دترلاسه کولو په حال کې دی او په نظر کې لری،دپاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره سترې مسافری کشتۍ وپلوری .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دکشتیو چلونې دچارو وزیر علی زیدی ، پرون ناوخته دپاکستان په پارلیمان کې د سمندری چارو دکمیشن دغړو په شتون سره په یوې ناستې کې ټینګار کړی ، سپیڅلو ځایونو ته دپاکستانیو زیارتوالو په سفر کې دآسانتیاؤ په خاطر دکراچۍ بندر او د ایران دجنوب بندرعباس بندر ترمینځ دکشتۍ چلونې دلارې دپرانیستونکی پلان به ډیر زر پیل شی .
علی زیدی ټینګار کړی،له کراچۍ د بندرعباس په لور د مسافری کشتیود لارې دافتتاح رسمی او اداری مرحلې دترسره کیداپه حال کې دی .
دپاکستان د سمندری چارو وزیر وئیلی دی،دپاکستان دسمندری چارو وزارت دامنیتی لارو چارو پشمول دلازمو مجوزونو دترلاسه کولو په حال کې دی او په نظر کې لری،د پاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره سترې مسافری کشتۍ وپلوری .
دپاکستان حکومت په همداوروستیو کې وئیلی دی ډیر زر او دامنیتی مسئلو په حل کیداسره به زیارتوال د ایراناوعراق ته دسفرلپاره له سمندری لارې استفاده وکړی .