دکراچۍ بندرعباس ترمینځ دمسافری کشتیو تګ راتګ پیلیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81197-دکراچۍ_بندرعباس_ترمینځ_دمسافری_کشتیو_تګ_راتګ_پیلیږی
دپاکستان د سمندری چارو وزیر وئیلی دی،دسمندری چارو وزارت دامنیتی لارو چارو پشمول دلازمو مجوزونو دترلاسه کولو په حال کې دی او په نظر کې لری،دپاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره سترې مسافری کشتۍ وپلوری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2019 03:27 Asia/Kabul
  • دکراچۍ بندرعباس ترمینځ دمسافری کشتیو تګ راتګ پیلیږی

دپاکستان د سمندری چارو وزیر وئیلی دی،دسمندری چارو وزارت دامنیتی لارو چارو پشمول دلازمو مجوزونو دترلاسه کولو په حال کې دی او په نظر کې لری،دپاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره سترې مسافری کشتۍ وپلوری .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان دکشتیو چلونې  دچارو وزیر  علی زیدی ، پرون ناوخته  دپاکستان په پارلیمان کې  د سمندری چارو دکمیشن  دغړو په شتون سره په یوې ناستې کې  ټینګار کړی ، سپیڅلو ځایونو ته   دپاکستانیو زیارتوالو په سفر کې دآسانتیاؤ  په خاطر دکراچۍ بندر او د ایران دجنوب بندرعباس  بندر ترمینځ دکشتۍ  چلونې دلارې  دپرانیستونکی پلان   به ډیر زر پیل شی .

 علی زیدی  ټینګار کړی،له کراچۍ  د بندرعباس په لور د مسافری کشتیود لارې دافتتاح رسمی او اداری مرحلې دترسره کیداپه حال کې دی .

 دپاکستان د سمندری چارو وزیر  وئیلی دی،دپاکستان  دسمندری چارو وزارت دامنیتی لارو چارو پشمول دلازمو مجوزونو دترلاسه کولو په حال کې دی او په نظر کې لری،د پاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ لپاره  سترې مسافری  کشتۍ  وپلوری .

 دپاکستان حکومت په همداوروستیو کې وئیلی دی ډیر زر او دامنیتی مسئلو په حل کیداسره به زیارتوال د ایراناوعراق ته دسفرلپاره له سمندری   لارې  استفاده وکړی .