سعودي له دوو پاکستانيانو سرونه پرې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81319-سعودي_له_دوو_پاکستانيانو_سرونه_پرې_کړل
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان اېکسپرېس ورځپاڼې سائيټ وليکل، د کورنيو چارو د وزارت د اعلان له مخې د دوو پاکستاني بنديانو د سر پرې کېدو حکم چې د نشه ايزو موادو د قاچاق په جرم په مرګ محکوم شوي وو په مکه کښې اجرا شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2019 01:51 Asia/Kabul
  • سعودي له دوو پاکستانيانو سرونه پرې کړل

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان اېکسپرېس ورځپاڼې سائيټ وليکل، د کورنيو چارو د وزارت د اعلان له مخې د دوو پاکستاني بنديانو د سر پرې کېدو حکم چې د نشه ايزو موادو د قاچاق په جرم په مرګ محکوم شوي وو په مکه کښې اجرا شو.

دغه وېبسائيټ دې ته په اشارې سره چې سعودي د دنيا ترټولو زيات محافظه کار هېواد دے وليکل،په دغه هېواد کښې د بنديانو د اعدام او سر پرې کولو شمېره د نړۍ له نورو هېوادونو زياته ده او يوازې په تېر کال کښې په سعودي کښې له يو سل شلو تنو سرونه پرې کړې شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې سعودي ولیعهد تقريباً دوه مياشتې مخکښې پاکستان ته په سفر کښې اعلان وکړ چې رياض په سعودي کښې له دوو زرو نه د زياتوپاکستاني بنديانو له ازادېدو سره موافقت کړے خو تر اوسه پرې عمل نه دے شوے.