پاکستان د هند د احتمالی برید په هکله تیارسی دی
-
پاکستان د تاوتریخوالي د ختمولو په لاره کښې دګامونو اخیستلو ته هوډمن دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند« محمد فیصل» وویل اسلام اباد د هند لخوا دهر ډول خطر په مقابل کښې تیارسی دی .
هغه نن د پاکستان له رسنیو سره په مرکه کښې وویل اسلام اباد له نوی ډیلی سرزه د تاوتریخوالی دختمولو لپاره له هڅې سره سره د هند لخوا په هرډول احتمالی حملې اندیښمن دی .
د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل له هند سره د اسلام اباد اړیکې په ترټولو سخت حالت کښې دی خو له دې سره سره پاکستان د تاوتریخوالی د ختمولو په لاره کښې دګامونو اخیستلو ته هوډمن دی .
محمد فیصل دغه څرګندونې په داسې حال کښې کوی چې د پاکستان په خاوره د هند دسرحدی عسکرو له حملې او ددغه هیواد د درې(۳) حکومتی عسکرو له وژل کیدا او دیوه(۱) ښاریز له ژوبلیدا وروسته په اسلام اباد کښې دهندوستان شارډز افیر پرون د پاکستان خارجه وزارت ته احضار کړی شو