د کویټې د ترهګرې چاودنې پړه طالبانو ومنله
May 14, 2019 11:06 Asia/Kabul
د پاکستان د طالبانو ترهګرې ډلې د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د بیګانۍ ترهګرې چاودنې ذمه واري په غاړه واخیستله.
ایرنا لیکلي چې تحریک طالبان ډلې وویل: بیګا په کویټه ښار کښې په موټر سایکل کښې په ایښودل شوي بم سره پولیس ځواکونه په نښه کړی شوي دي.
د ویلو ده چې د پاکستان د سویل لویدیځ د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې بیګا د ترهګرې چاودنې له امله لږترلږه څلور پولیس مړه او ۱۰ تنه نور زخمي شوي وو.
دا د روژې د مبارکې میاشتې له پيلیدو راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې شوې دریمه ترهګره حمله ده.
له دې مخکښې په لاهور او بیا په ګوادر کښې په وروستیو ترهګرو عملیاتو کښې هم لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ټیګونه