د پاکستان وزیراعظم نریندر مودي ته د انتخاباتو د ګټلو مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82427-د_پاکستان_وزیراعظم_نریندر_مودي_ته_د_انتخاباتو_د_ګټلو_مبارکي_ورکړه
د پاکستان وزیراعظم عمران خان له خپل هندي همرتبه نریندر مودي سره په ټیلیفوني خبرو کښې هغه ته یو ځل بیا د هندوستان د وزیراعظم جوړیدو مبارکي وویله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 27, 2019 07:24 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم نریندر مودي ته د انتخاباتو د ګټلو مبارکي ورکړه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان له خپل هندي همرتبه نریندر مودي سره په ټیلیفوني خبرو کښې هغه ته یو ځل بیا د هندوستان د وزیراعظم جوړیدو مبارکي وویله.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان له خپل هندي همرتبه نریندر مودي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د هندوستان په وروستیو انتخاباتو کښې د هغه د ګوند د بریالیتوب مبارکي وویله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې عمران خان په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان په جنوبي آسیا کښې د صلحې، ثبات او سوکالتیا د پرمخ بیولو په موخه له هندوستان سره د ملګرتیا د پراختیاغ غوښونکی شو.