د پاکستان خارجه وزیر عربستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82464-د_پاکستان_خارجه_وزیر_عربستان_ته_لاړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو په غونډه کښې د ګډون په موخه عربستان ته سفر وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2019 11:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیر عربستان ته لاړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو په غونډه کښې د ګډون په موخه عربستان ته سفر وکړ.

شاه محمود قریشي نن عربستان ته له روانیدو مخکښې په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل: په جده کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې به د ایران او امریکې ترمینځ د موجودو شخړو په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې اترې وشي.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه چې په دغه غونډه کښې د برخه اخیستو لپاره به وزیراعظم عمران خان هم عربستان ته لاړ شي.

ټاکل شوې چې د اسلامي هیوادونو سرمشریزه د روانې اونۍ د زیارت او جمعې په ورځو په جده کښې ترسره شي.