په پاکستان کښې د نواز شریف د اولادونو شتمنۍ ضبط شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83461-په_پاکستان_کښې_د_نواز_شریف_د_اولادونو_شتمنۍ_ضبط_شوې
د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي مرستیال په دغه هیواد کښې د نواز شریف د اولادونو د شتمنیو د ضبطیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 18, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د نواز شریف د اولادونو شتمنۍ ضبط شوې

د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي مرستیال په دغه هیواد کښې د نواز شریف د اولادونو د شتمنیو د ضبطیدو خبر ورکړی دی.

فارس خبري آژانس لیکلي چې شهزاد اکبر وویل: د محکمې له خوا د محکوم کیدو باوجود له هیواده د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف د اولادونو د وتلو په وجه په هیواد کښې د هغوي ټوله پانګه او مال حال ضبطیږي.

د پاکستان احتساب ادارې هم ویلې دي چې هغه شپږ بیلابیل شرکتونه چې د نواز شریف د ځامنو یعنې حسن او حسین نواز له خوا چلیدل، بند کړی شوي او پانګه یې بلاک شوې ده.