د پاکستان بلوچستان صوبه کښې چاودنې څلور کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83746
چارواکي وايي، پرون ماښام په شوې دې چاودنه کې پر څلور وژل شویو سربېره تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي هم دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 31, 2019 14:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان بلوچستان صوبه کښې چاودنې څلور کسان ووژل

چارواکي وايي، پرون ماښام په شوې دې چاودنه کې پر څلور وژل شویو سربېره تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي هم دي.

د چاودنې هدف د کوټې ښار په یوې مرکزي سیمه کښې د پولیسو د ګزمې موټر و.

په بلوچستان صوبه کې د پولیسو او شیعه مسلمانانو په ضد دا ډول پرله‌پسې بریدونه او چاودنې کېږي.

د کوټې د مرکزي روغتون یو ډاکتر سلیم ابرو ویلي، څلور مړي چې دوه ماشومان او یوه ښځه په‌کې شامل دي روغتون ته وړل شوي دي. د نوموړي په وینا د پېښې له ځایه تر ۲۵ زیات زخميان هم وروړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه‌دی.

تر اوسه چا ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.