د پاکستان وزیراعظم د بحرین له باچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د پاکستان وزیراعظم او د بحرین باچا په ټیلیفوني خبرواترو کښې د کشمیر سیمې بدلونونه وڅیړل.
د پاکستان وزیراعظم او د بحرین باچا په ټیلیفوني خبرواترو کښې د کشمیر سیمې بدلونونه وڅیړل.
ایسنا خبري آژانس لیکلې دي چې له شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه سره د عمران خان په خبرواترو کښې دواړو لورو د کشمیر د کړکیچ د هواري لپاره په نړیوالو قوانینو باندې پر پابندۍ ټینګار وکړ.
د بحرین باچا او د پاکستان وزیراعظم د دغه ټیلیفوني تماس په بهیر کښې هم داشان د امنیت، صلحې او ثبات د واکمنیدو پر اهمیت او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او نړیوالو قوانینو له مخې د ټولو اختلافاتو په هواریدو ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د هندوستان پارلیمان تیره دوشنبه د نریندر مودي د حکومت په وړاندیز د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې ځانګړې خودمختاري ختمه کړه.