دکشمیر مسله په خبرو سره هواریدلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84021-دکشمیر_مسله_په_خبرو_سره_هواریدلی_شی
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په مظفراباد ښار کښې په یوې (۱) وینا کښې ټینګار وکړ اسلام اباد هیڅکله له هندوستان سره جنګ نه غواړی او باوری دی چې د کشمیر شخړه د دواړو هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو له لارې حل کیدا وړ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2019 00:28 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه به د هند او دپاکستان ترمینځ د هرډول احتمالي جنګ مسوله وي  .
    نړیواله ټولنه به د هند او دپاکستان ترمینځ د هرډول احتمالي جنګ مسوله وي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په مظفراباد ښار کښې په یوې (۱) وینا کښې ټینګار وکړ اسلام اباد هیڅکله له هندوستان سره جنګ نه غواړی او باوری دی چې د کشمیر شخړه د دواړو هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو له لارې حل کیدا وړ ده .

هغه دې ته په اشارې سره چې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې پرضد د نوی ډیلی وروستی محدودیتونه یوه (۱) ستراتیژیکه غلطۍ وه وویل جنګ هیڅکله د مسائیلو دحل کولو لاره نه ده او دجنګ جوړیدل به د نورو مشکلاتو درامینځته کیدا سبب شی .

عمران خان خبرداری ورکړ چې هندوستان باید دپاکستان په باره کښې محاسباتی ستراتیژیکه غلطۍ ونکړی ځکه چې د پاکستان خلک او وسله وال ځواکونه به د هندوستان لخوا د هرډول تیری په بڼه  کښې سمدستی او پریکنده ځواب ورکړی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دغه راز ټینګار وکړ نړیواله ټولنه به د هند او دپاکستان ترمینځ د هرډول احتمالی جنګ مسوله وي  ځکه چې هغو ارګانونو چې د جنګ او د نښتې د رامینځته کیدا دمخنیوی په هدف سره جوړې شوی وې په خپلو مسولیتونو عمل ونکړ .