پاکستان دکشمیر مسله نړیوالې محکمې ته وروړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84126-پاکستان_دکشمیر_مسله_نړیوالې_محکمې_ته_وروړی
زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت پرون وویل چې اسلام اباد به د کشمیر مسله د عدالت په نړیوالې محکمې کښې مطرح کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • د هندوستان حکومت په کشمیر سیمه کښې ځانګړي اختیارات ختم کړي او هلته یې ګرځبندیز لګولی .
    د هندوستان حکومت په کشمیر سیمه کښې ځانګړي اختیارات ختم کړي او هلته یې ګرځبندیز لګولی .

زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت پرون وویل چې اسلام اباد به د کشمیر مسله د عدالت په نړیوالې محکمې کښې مطرح کړی .

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی له ای ار وایی (ARY ) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل مونږ فیصله کړی ده چې د کشمیر دوسیه  په هیګ کښې دیره د عدالت نړیوالې محکمې ته یوسو .

دپاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق هم ویلی دی چې کابینې فیصله کړی  ده د کشمیر موضوع دهیګ نړیوالې محکمې ته یوسی .

د هندوستان حکومت په کشمیر سیمه کښې ځانګړی اختیارات ختم کړی او هلته یې ګرځبندیز لګولی او د خلکو پرضد یې محدودیتونه هم اعلان کړی دی .

د کشمیر خلک د هندوستان له دغو اقداماتو سره مخالف دی او هغوې مظاهرو ته دوام ورکړی .