په پاکستان کښې دشیعه مسلمانانو تښتول دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84157-په_پاکستان_کښې_دشیعه_مسلمانانو_تښتول_دوام_لری
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ډلې رئیس او دشیعه مسلمانانو یوه(۱) مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دشیعه ښاریزو په تښتول کیدا اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2019 07:54 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې څه دپاسه پینځه زره (۵۰۰۰) کسان تښتول شوي چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم .
    پاکستان کښې څه دپاسه پینځه زره (۵۰۰۰) کسان تښتول شوي چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ډلې رئیس او دشیعه مسلمانانو یوه(۱) مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دشیعه ښاریزو په تښتول کیدا اندیښنه څرګنده کړه .

هغه دپاکستان دشیعه تښتول شویو او دبې درکه کسانو د خوشی کیدا په اړه د اسلام اباد د حکومت په چپتیا او بې تفاوتۍ نیوکه وکړه او ویې ویل د شیعه مسلمانانو د تښتول کیدا مسله نه یوازې ختمه شوی نه ده بلکې ددغه هیواد دشیعه مسلمانانو د اندیښنه سبب هم شوی ده .

د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین ډلې مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری د هیواد په سترې محکمې یعنی سپریم کورټ (supreme court ) غږ وکړ دترهګرو ډلو له لاسونو د تښتول شویو شیعه مسلمانانو د خوشی کیدا لپاره هڅه وکړی .

هغه د هند تر کنټرول لاندې دکشمیر په کړکیچن حالت او د دغه سیمې د مسلمانانو په هکله د هند په یرغلیز کړچار نیوکې سره وویل پاکستان باید د کشمیر دمسلمانانو د مشکلاتو له حل کولو سره دمرستې لپاره بیلابیلو هیوادونو ته ډیپلوماټیک پلاوی واستوی .

د پاکستان د بې درکه شویو کسانو د تحقیقاتو کمیسیون د روان میلادی کال په لومړیو کښې وویل دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې څه دپاسه پینځه زره (۵۰۰۰) کسان تښتول شوی چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم .

راپورونه وایی چې ځینې کسان ترهګرو ډلو او ځینې نور بیا دپاکستان جاسوسۍ ادارو تښتولی دی او کلونه کلونه کیږی چې له جرم ورښودلو پرته په زندانونو کښې دی .