پاکستان به د هندوستان برید ته ځواب ورکړی
-
نړیواله ټولنه باید د کشمیر له کړکیچنو حالاتو غافله نشي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان ولسمشر عارف علوی ټینګار وکړ اسلام اباد له نوی ډیلی سره جنګ نه غواړی او په ځلونو یې خپل ښه نیت ثابت کړی دی .
هغه وویل هندوستان دې باید پوه شی د جنګ دپیلیدا په بڼه کښې به پاکستان ورته ځواب ورکړی .
د پاکستان ولسمشر عارف علوی وویل په سیمه کښې دجنګ پایلې به دنړۍ په ټولو هیوادونو منفی اغیزونه وشیندی او له دې کبله نړیواله ټولنه باید د کشمیر له کړکیچنو حالاتو غافله نشی .
علوی وویل د جمو او کشمیر سیمې د ځانګړیو اختیاراتو دلغوه کولو لپاره د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی فیصلې ثابته کړه چې نوی ډیلی د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو او دنړیوالې ټولنې په وړاندې هیڅ ژمنه نلری .
د پاکستان ولسمشر عارف علوی وویل د کشمیر په هکله د پاکستان شفاف دریځ له ډیپلوماټیکو ملاتړونو برخور دی او نړیواله ټولنه باید نوی ډیلی دخبرو میز ته کینوی .