پاکستان به د هندوستان برید ته ځواب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84167-پاکستان_به_د_هندوستان_برید_ته_ځواب_ورکړی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان ولسمشر عارف علوی ټینګار وکړ اسلام اباد له نوی ډیلی سره جنګ نه غواړی او په ځلونو یې خپل ښه نیت ثابت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2019 10:46 Asia/Kabul
  •  نړیواله ټولنه باید د کشمیر له کړکیچنو حالاتو غافله نشي .
    نړیواله ټولنه باید د کشمیر له کړکیچنو حالاتو غافله نشي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان ولسمشر عارف علوی ټینګار وکړ اسلام اباد له نوی ډیلی سره جنګ نه غواړی او په ځلونو یې خپل ښه نیت ثابت کړی دی .

هغه وویل هندوستان دې باید پوه شی د جنګ دپیلیدا په بڼه کښې به پاکستان ورته ځواب ورکړی .

د پاکستان ولسمشر عارف علوی وویل په سیمه  کښې دجنګ پایلې به  دنړۍ په ټولو هیوادونو منفی اغیزونه وشیندی او له دې کبله نړیواله ټولنه باید د کشمیر له کړکیچنو حالاتو غافله نشی .

علوی وویل د جمو او کشمیر سیمې د ځانګړیو اختیاراتو دلغوه کولو لپاره د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی فیصلې ثابته کړه چې نوی ډیلی د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو او دنړیوالې ټولنې په وړاندې هیڅ ژمنه نلری .

د پاکستان ولسمشر عارف علوی وویل د کشمیر په هکله د پاکستان شفاف دریځ له ډیپلوماټیکو ملاتړونو برخور دی او نړیواله ټولنه باید نوی ډیلی دخبرو میز ته کینوی .