پاکستان د هند لپاره ځمکنې لارې تړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84261-پاکستان_د_هند_لپاره_ځمکنې_لارې_تړی
زمونږخبریال وایی دپاکستان د سائنس او د ټیکنالوژۍ وزیر فواد چوهدری پرون وویل فیډرال کابینه د هندوستان د الوتونو لپاره د پاکستان دهوایی حریم په بشپړه ډول په بندولو غور کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2019 00:20 Asia/Kabul
  • هندوستان له تیرو څو اونیو راهسې دکشمیر سیمې د خلکو پرضد ظلمونه او تیري زیات کړي او ګڼ شمیر کسان یې وژلي او نیولي هم دي .
    هندوستان له تیرو څو اونیو راهسې دکشمیر سیمې د خلکو پرضد ظلمونه او تیري زیات کړي او ګڼ شمیر کسان یې وژلي او نیولي هم دي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان د سائنس او د ټیکنالوژۍ وزیر فواد چوهدری پرون وویل فیډرال کابینه د هندوستان د الوتونو لپاره د پاکستان دهوایی حریم په بشپړه ډول په بندولو غور کوی .

هغه وویل دکابینې په غونډې کښې له افغانستان سره د هندوستان د تجارت لپاره د پاکستان دځمکنیو  لارو په استعمال باندې هم په بشپړه ډول د بندیز دلګولو وړاندیز وشو .

د پاکستان د ساینس او د ټیکنالوژۍ وزیر فواد چوهدری وویل د هندوستان لومړی وزیر پیل کړی او مونږ به یې ختم کړو .

دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی  د کشمیر سیمې دخپلواکۍ په ختمولوسره دپاکستان او دکشمیر دخلکو غوسه راپارولی ده .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان هم خپل ملت ته په وینا کښې وویل پاکستان به دکشمیر دځپل شویو خلکو د ملاتړ لپاره هرډول  هڅه وکړی .

هندوستان له تیرو څو اونیو راهسې دکشمیر سیمې د خلکو پرضد ظلمونه او تیری زیات کړی او ګڼ شمیر کسان یې وژلی او نیولی هم دی .