د پاکستان اوچین پوځی اړیکې به نوره هم پیاوړی شی
د چین دغه لوړپوړی پوځی پلاوی همداراز د پاکستان له ولسمشر عارف علوی سره هم کتنه او خبرې اترې کړی او له ۍپاکستان سره ئې د ګډې پوځی مانورې دترسره کولو لپاره دچین دچمتووالی خبر ورکړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې د چین د پوځ له مرستیال لوی درستیز جنرال ژوکلیانګ سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو د پوځی اړیکو پر پراختیا په ټینګار سره ووئیل ، چین او پاکستان سره ډیرې ښې او مخکینۍ اړیکې لری او باید دغه اړیکې نوره هم پراخې شی .
دپاکستان لومړی وزیر و وئیل بیجینګ او اسلام اباد دکشمیر دبحران دحل لپاره سره متحد شی او دملګروملتو او امنیت شورا له لارې خپل فعالیتونه نوره هم زیات کړی .
د چین د پوځ مرستیال لوی درستیز جنرال ژوکلیانګ هم په دغې کتنې کې ووئیل د چین او پاکستان ترمینځ دګډ اقتصادی کریډور په څیر پروژې د دواړو هیوادونو د غوښتنو یو شان کیدو لامل شوی دی .
د چین دغه لوړپوړی پوځی پلاوی همداراز د پاکستان له ولسمشر عارف علوی سره هم کتنه او خبرې اترې کړی او له ۍپاکستان سره ئې د ګډې پوځی مانورې دترسره کولو لپاره دچین دچمتووالی خبر ورکړی دی .