د پاکستان اوچین پوځی اړیکې به نوره هم پیاوړی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84287-د_پاکستان_اوچین_پوځی_اړیکې_به_نوره_هم_پیاوړی_شی
د چین دغه لوړپوړی پوځی پلاوی همداراز د پاکستان له ولسمشر عارف علوی سره هم کتنه او خبرې اترې کړی او له ۍپاکستان سره ئې د ګډې پوځی مانورې دترسره کولو لپاره دچین دچمتووالی خبر ورکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 29, 2019 01:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان اوچین پوځی اړیکې به نوره هم پیاوړی شی

د چین دغه لوړپوړی پوځی پلاوی همداراز د پاکستان له ولسمشر عارف علوی سره هم کتنه او خبرې اترې کړی او له ۍپاکستان سره ئې د ګډې پوځی مانورې دترسره کولو لپاره دچین دچمتووالی خبر ورکړی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په اسلام  اباد کې د چین د پوځ له مرستیال لوی درستیز  جنرال  ژوکلیانګ  سره په کتنې کې  د دواړو هیوادونو  د پوځی اړیکو پر پراختیا په ټینګار سره ووئیل ، چین او پاکستان  سره ډیرې ښې او  مخکینۍ اړیکې لری  او باید دغه اړیکې نوره هم پراخې شی .

 دپاکستان لومړی وزیر  و وئیل  بیجینګ او اسلام اباد دکشمیر دبحران دحل لپاره  سره متحد شی او  دملګروملتو او  امنیت شورا  له لارې خپل فعالیتونه نوره هم زیات کړی .

 د  چین د پوځ مرستیال  لوی درستیز  جنرال ژوکلیانګ  هم په  دغې کتنې کې ووئیل د چین او پاکستان ترمینځ دګډ اقتصادی کریډور  په څیر پروژې  د دواړو هیوادونو د غوښتنو  یو شان کیدو  لامل شوی دی .

د چین  دغه لوړپوړی پوځی پلاوی  همداراز د پاکستان له  ولسمشر عارف علوی سره  هم کتنه او خبرې اترې کړی او  له ۍپاکستان سره ئې د ګډې پوځی مانورې دترسره کولو لپاره دچین دچمتووالی  خبر ورکړی دی .