د پاکستان خلک سبا له کشمیریانو سره پیوستون اعلانوی
Aug 29, 2019 12:05 Asia/Kabul
-
د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د نفوسو د جوړښت بدلول د جنینوا کنونشن پرضد جنګي جنایت ګڼل کیږي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نن دهیواد له ټولو خلکو وغوښتل چې سبا له کورونو راووځی او دکشمیر په ساعت(Kashmir hour) کښې چې سبا د غرمې له دولس بجو څخه تر تر دولس نیمو بجو پورې لمانځل کیږی برخه واخلی .
عمران خان دپاکستان په خلکو غږ وکړ چې دهندوستان تر کشمیر لاندې خلکو ته د پیوستون پیاوړی پیغام واستوی چې د پاکستان ټول ملت له تاسو سره ولاړ دی او د هندوستان د ظلمونو غندنه کوی .
عمران خان وویل چې هندوستان په کشمیر کښې څلورویشت ساعته غیر انسانی ګرځبندیز لګولی ، هره ورځ خلک مړ کوی او ژوبلوی او قومی پاکونې ته یې دوام ورکړی دی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د نفوسو د جوړښت بدلول د جنینوا کنونشن پرضد جنګی جنایت ګڼل کیږی .