د پاکستان خلک سبا له کشمیریانو سره پیوستون اعلانوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84307-د_پاکستان_خلک_سبا_له_کشمیریانو_سره_پیوستون_اعلانوی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نن دهیواد له ټولو خلکو وغوښتل چې سبا له کورونو راووځی او دکشمیر په ساعت(Kashmir hour) کښې چې سبا د غرمې له دولس بجو څخه تر تر دولس نیمو بجو پورې لمانځل کیږی برخه واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 12:05 Asia/Kabul
  • د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د نفوسو د جوړښت بدلول د جنینوا کنونشن پرضد جنګي جنایت ګڼل کیږي .
    د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د نفوسو د جوړښت بدلول د جنینوا کنونشن پرضد جنګي جنایت ګڼل کیږي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نن دهیواد له ټولو خلکو وغوښتل چې سبا له کورونو راووځی او دکشمیر په ساعت(Kashmir hour) کښې چې سبا د غرمې له دولس بجو څخه تر تر دولس نیمو بجو پورې لمانځل کیږی برخه واخلی .

عمران خان دپاکستان په خلکو غږ وکړ چې دهندوستان تر کشمیر لاندې خلکو ته د پیوستون پیاوړی پیغام واستوی  چې د پاکستان ټول ملت له تاسو سره ولاړ دی او د هندوستان د ظلمونو غندنه کوی .

عمران خان وویل چې هندوستان په کشمیر کښې څلورویشت ساعته غیر انسانی ګرځبندیز لګولی ، هره ورځ  خلک مړ کوی او ژوبلوی او قومی پاکونې ته یې  دوام ورکړی دی .

 دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د نفوسو د جوړښت بدلول د جنینوا کنونشن پرضد جنګی جنایت ګڼل کیږی .