پاکستان دایران د اصولی دریځونو قدرونه وکړه
Aug 29, 2019 23:54 Asia/Kabul
-
د کشمیر سیمې خلک ددغه سیمې د برخلیک دټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په باره کښې د ملګروملتونو دامنیت شورا د پریکړه لیک داجرا غوښتونکي دي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د ایران داسلامی جمهوریت د اصولی دریځونو قدرونه وکړه .
د پاکستان داطلاعاتو وزارت د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی په قول په یوه(۱) پیغام کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت تل په قدرت سره د کشمیر دخلکو ملاتړ کړی دی .
له دې مخکې د پاکستان دباندنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل هم د کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د ایران داسلامی جمهوریت د د ملاتړونو قدرونه کړی وه .
د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې خلک ددغه سیمې د برخلیک دټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په باره کښې د ملګروملتونو دامنیت شورا د پریکړه لیک داجرا غوښتونکی دی خو د هندوستان حکومت تل له دغه اقدام سره مخالفت کوی .
ټیګونه