پاکستان دافغانستان دجنګ دختمیدا غوښتونکی دی
-
د امریکا او دطالبانو خبرې اترې په داسې حال کښې دوام لري چې تراوسه یې د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ نتیجه او ګټه نه ده لرلي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل په افغانستان کښې د جنګ او د نښتې دختمیدا او د سولې د ټینګیدا لپاره د اسلام اباد دهڅو په دوام ټینګار وکړ .
هغه پرون هیله وکړه په قطر کښې دامریکا او دطالبانو ډلې د استازیو د خبرو اترو نوی پړاو په افغانستان کښې د جنګ دختمیدا او دسولې دټینګیدا سبب شی .
دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل اسلام اباد به هماغه راز په افغانستان کښې دسولې له ټینګیدا سره د مرستې لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکړی .
د قطر په پلازمینې دوحې کښې دامریکا او د افغانستان دطالبانو ډلې د استازیو ترمینځ د خبرواترو نهم(۹) پړاو د ترسره کیدا په حال کښې دی .
د امریکا او دطالبانو دغه خبرې اترې په داسې حال کښې دوام لری چې تراوسه یې د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ نتیجه او ګټه نه ده لرلی .