د ایران او پاکستان ترمینځ تجارتی لارې چارې نوره هم پراخیږی
په لاهور کې دایران سرکنسول تر پنځو میلیارډ ډالری ارزښت پورې د دواړخیز تجارت د اندازې د زیاتولولپاره ددواړو هیوادونو دمشرانو موافقې ته په اشارې سره ټینګار کړی ، ایران اوپاکستان باید د ګډو تجارتی فعالیتونو دلازیاتې پیاوړتیا لپاره دیوه بل له ډیپلوماټیکو اواقتصادی ظرفیّتونو څخه استفاده وکړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان په لاهور کې د ایران د کنسولګرۍ د مسئول محمد رضا ناظری په شتون سره د پاکستان او ایران د تاجرانو او د پاکستان دتجارت او صنعت ټولنو دمسئولانو اوغړو غونډه جوړه شوې ده.
په دغې ناستې کې ګډون کونکو د دواړو هیوادونو دتجارتی اړیکو د اوسنۍ سوئې په ارزونې سره د تجارتی ټولنې په وړاندې دپیښو مشکلاتو په باب بحث او سپړنې کړی دی .
د ایران اوپاکستان ترمینځ د مستقیمو الوتونو زیاتیدا، د ویزود صادرولو د مشکلاتو ختمیدا او د کنسولی او ټوریزم په تیره بیا په محرم او صفر میاشتو کې د پاکستانیو زیارتوالو د ویزو د چارو دبهیر آسانتیا، په دغې ناستې کې د ګډون کونکو غوښتنې وې .
په لاهور کې دایران سرکنسول تر پنځو میلیارډ ډالری ارزښت پورې د دواړخیز تجارت د اندازې د زیاتولولپاره ددواړو هیوادونو دمشرانو موافقې ته په اشارې سره ټینګار کړی ، ایران اوپاکستان باید د ګډو تجارتی فعالیتونو دلازیاتې پیاوړتیا لپاره دیوه بل له ډیپلوماټیکو اواقتصادی ظرفیّتونو څخه استفاده وکړی .
هغه زیاته کړې دواړه هیوادونه یوه بل هیواد ته د بیلابیلو شیانو په تیره بیا د کرهڼیزو محصولاتو ،غوښې ، انرژۍ او پیټروکیمیکل صنایعو د وارداتو او صادراتو په باب خپلې ملګرتیاوې لاپراخولی شی .