د ایران او پاکستان ترمینځ تجارتی لارې چارې نوره هم پراخیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84396-د_ایران_او_پاکستان_ترمینځ_تجارتی_لارې_چارې_نوره_هم_پراخیږی
په لاهور کې دایران سرکنسول تر پنځو میلیارډ ډالری ارزښت پورې د دواړخیز تجارت د اندازې د زیاتولولپاره ددواړو هیوادونو دمشرانو موافقې ته په اشارې سره ټینګار کړی ، ایران اوپاکستان باید د ګډو تجارتی فعالیتونو دلازیاتې پیاوړتیا لپاره دیوه بل له ډیپلوماټیکو اواقتصادی ظرفیّتونو څخه استفاده وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2019 11:46 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمینځ  تجارتی لارې چارې نوره هم پراخیږی

په لاهور کې دایران سرکنسول تر پنځو میلیارډ ډالری ارزښت پورې د دواړخیز تجارت د اندازې د زیاتولولپاره ددواړو هیوادونو دمشرانو موافقې ته په اشارې سره ټینګار کړی ، ایران اوپاکستان باید د ګډو تجارتی فعالیتونو دلازیاتې پیاوړتیا لپاره دیوه بل له ډیپلوماټیکو اواقتصادی ظرفیّتونو څخه استفاده وکړی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان  په لاهور کې د ایران د  کنسولګرۍ  د مسئول  محمد رضا ناظری په شتون سره د پاکستان او ایران   د تاجرانو او د پاکستان دتجارت  او صنعت  ټولنو دمسئولانو اوغړو غونډه جوړه شوې ده.

 په دغې ناستې کې ګډون کونکو د دواړو هیوادونو دتجارتی اړیکو د اوسنۍ سوئې  په ارزونې سره د تجارتی ټولنې په وړاندې دپیښو مشکلاتو په باب بحث او سپړنې کړی  دی .

 د ایران اوپاکستان ترمینځ  د مستقیمو الوتونو زیاتیدا، د ویزود صادرولو د مشکلاتو ختمیدا او د کنسولی او ټوریزم په تیره بیا په محرم او صفر میاشتو کې د پاکستانیو زیارتوالو د ویزو  د چارو دبهیر آسانتیا، په دغې ناستې کې د ګډون کونکو  غوښتنې وې .

په لاهور کې دایران سرکنسول تر پنځو میلیارډ ډالری ارزښت پورې د دواړخیز تجارت د اندازې د زیاتولولپاره ددواړو هیوادونو دمشرانو  موافقې ته په اشارې سره  ټینګار کړی ، ایران اوپاکستان باید د ګډو تجارتی فعالیتونو دلازیاتې پیاوړتیا لپاره  دیوه بل له ډیپلوماټیکو اواقتصادی ظرفیّتونو څخه  استفاده وکړی .

 هغه زیاته کړې دواړه  هیوادونه  یوه بل   هیواد ته د بیلابیلو شیانو په تیره بیا د کرهڼیزو محصولاتو ،غوښې ، انرژۍ  او پیټروکیمیکل صنایعو د وارداتو او صادراتو  په باب خپلې ملګرتیاوې لاپراخولی شی .