دایران او دپاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84398-دایران_او_دپاکستان_خارجه_وزیرانو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د کشمیر او دسیمې دمسائیلو په هکله ټیلی فونی خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2019 00:00 Asia/Kabul
  • خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې له نویو بدلونونو خبر کړ .
    خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې له نویو بدلونونو خبر کړ .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د کشمیر او دسیمې دمسائیلو په هکله ټیلی فونی خبرې وکړې .

د پاکستان خارجه وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې  وویل خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې له نویو بدلونونو خبر کړ .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی هغه څه چې د هندتر کنټرول لاندې کشمیر کښې یې انسانی کړکیچ  او په دغه سیمه کښې د ملګی وګړو پرضد یې یرغلیز کړچار وباله د اسلام اباد د اندیښنې سبب وباله او ټینګار یې وکړ د کشمیر د مسلمانو خلکو هیله نړیواله ټولنه او په تیره بیا د اسلامی امت رول لوبول دی .

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت په بیانیې کښې ویل شوی دی دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په هند براعظمګی کښې د وروستیو بدلونونو په هکله د اندیښنې په څرګندونو سره ټینګار وکړ ددغو اقداماتو دوام په سیمه کښې د تاوتریخوالو دزیاتیدا سبب کیږی .