پاکستان دکابل ترهګره بم چاودنه وغندله
Sep 04, 2019 00:55 Asia/Kabul
-
وړمه شپه د کابل په نهمې (۹) امنیتي حوزې کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې څه دپاسه شل (۲۰) کسان وژل شوي او یوسل شل (۱۲۰)نور ژوبل شوي ووي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د افغانستان په پلازمینې کابل کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .
هغه پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې دکابل په ترهګرې بم چاودنې کښې د ملګی وګړو په وژل کیدا د تسلیت په ویلو سره وویل اسلام اباد به په افغانستان کښې د سولې او دثبات د ټینګیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی .
د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل اسلام اباد باوری دی چې د افغانستان مسله پوځی حل لاره نلری .
وړمه شپه د کابل په نهمې (۹) امنیتی حوزې کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې څه دپاسه شل (۲۰) کسان وژل شوی او یوسل شل (۱۲۰)نور ژوبل شوی ووی .
د افغانستان طالبانو ډلې ددغه بم چاودنې ذمه واری پرغاړه اخیستی ده .
ټیګونه