کویټه کښې پرله پسې دوه چاودنې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84442-کویټه_کښې_پرله_پسې_دوه_چاودنې_وشوې
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې بیګا په شویو دوو چاودنو کښې دولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 06, 2019 05:06 Asia/Kabul
  • کویټه کښې پرله پسې دوه چاودنې وشوې

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې بیګا په شویو دوو چاودنو کښې دولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کویټې په خروټ آباد سیمه کښې بیګا د یو ټرانسپورټي شرکت په دفتر کښې پرله پسې دوو چاودنو کښې یو ژغورونکی ځواک مړ او د دوو پولیسو په شمول ۱۱ تنه نور ژوبل شوې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې وړومبۍ چاودنه په یاد شرکت کښې د ګیس د سلینډر د ډزیدو له امله رامینځته شوه چې په کښې شپږ تنه زخمي شول. له دغې چاودنې سمدستي وروسته پولیس او مرستندویه ځواکونه سیمې ته ورسیدل خو لا یې کار نه و پیل کړی چې دویمه چاودنه وشوه. په دویمه چاودنه کښې یو مرستندویه ځواک مړ شوی او د پولیسو په شمول یوولس تنه نور زخمي شوې دي.

له چاودنو وروسته پولیسو او ایف، سي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پيل کړې دي.