پاکستان د افغانستان دغونډې کوربه توب کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84474-پاکستان_د_افغانستان_دغونډې_کوربه_توب_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د پاکستان او د افغانستان د درې اړخیزه خبرواترو دریم(۳) پړاو نن په اسلام اباد ښار کښې پیلیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2019 10:34 Asia/Kabul
  • دچین د پاکستان او دافغانستان دخارجه وزیرانو لومړنۍ درې اړخیزه غونډه په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د چین په پلازمینې بیجینګ کښې شوي وه .
    دچین د پاکستان او دافغانستان دخارجه وزیرانو لومړنۍ درې اړخیزه غونډه په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د چین په پلازمینې بیجینګ کښې شوي وه .

ایرنا خبری اژانس وایی د چین د پاکستان او د افغانستان د درې اړخیزه خبرواترو دریم(۳) پړاو نن په اسلام اباد ښار کښې پیلیږی .

ددغو خبرو اترو هدف  چې د افغانستان دخارجه وزیر صلاح الدین ربانی د چین د بهرنیو چارو دوزیر وانګ یی او دپاکستان د باندنیو چارو د وزیر شاه محمودقریشی په ګډون سره کیږی د جنګ دختمولولپاره د کابل له حکومت سره د طالبانو نیغ په نیغ خبرې کول اعلان شوی دی .

د چین د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د درې اړخیزه خبرواترو نوی پړاو په داسې حال کښې کیږی چې په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه دسولې دخبرواترو دوام  او نهایی موافقې ته نږدې کیدا د افغانستان دخلکو او دحکومت داندیښنې سبب شوی دی .

دچین د پاکستان او دافغانستان دخارجه وزیرانو لومړنۍ درې اړخیزه غونډه په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې د چین په پلازمینې بیجینګ کښې شوی وه او دوهم(۲) پړاو یې هم تیر کال په افغانستان کښې وشو خو هیڅه نتیجه یې نه درلودله .